IQNA

 له انډونیشیا رانیولې تر مصر پورې د روژتیانو د قرآن د ختم  انځوریز راپور

14:33 - March 16, 2024
د خبر لمبر: 3488888
ایکنا- د  نړۍ له ختیځه رانیولې تر لویدیځ پورې د نړۍ د درستو مسلمانانو لپاره د روژې مبارکه میاشت ،د قرآن کریم دختم، تدّبر او د هغه په لوړې معنا کې فکر کول دي.

 ایکنا نیوز د الخلیج له قوله راپور راکړ،په روژې مبارکې میاشتې کې د دنیا له ختیځه رانیولې تر لویدیځ پورې د قرآن کریم د ختم لپاره د مسلمانانو له خوا د یوې زیاتیدونکي هڅې شاهدان یوو.په دغې مبارکې او برکتناکې میاشتې کې هر ایماني محفل  دقرآن کریم له تلاؤت سره یو ځای دی.د نړۍ مسلمانان په شخصي او ډله ایز ډول په دغې میاشتې کې په قرآن کریم کې تدّبر اوتلاؤتونه کوي او دغه میاشت د الهی استغفار  و دترکیه  نفس او دخپل معنوي  پيټي د زیاتولو لپاره یو ځلانده فرصت  ګڼي.

 د قرآن  دهرې ورځې د قرائت اندازه له یوه بل وګړي سره توپیر لری،داسې کسان شته چې په ټولې میاشتې کې  یو ځل قرآن کریم ختموي او داسې کسان هم شته چې په دغې یوې میاشتې کې څه دپاسه یوقرآن  تلاؤت کوي.

 هرڅوک د خپل توان او کلام الله  مجید قرآئت ته خپلو شرائطو ته په پام سره  مخه کوي او هڅه کوي څو دقرآن کریم لوړې معناوې ، پخپل کړچار او چلند کې وځلوي  او ورڅخه  خپله معنوي او روحاني تنده ماته کړي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4205432

 

captcha